هېرمېز
هېرمېز (په یوناني ژبه کې: Ἑρμῆς ) په لرغوني یوناني دین او نکلونو کې د المپیایي خدایانو له ډلې یو معبود دی. هېرمېز د خدایانو استازی یا پیغام وړنکی انګېرل کېږي. همدارنګه هغه د انسانانو د پیغام وړونکو، مسافرینو، غلو، سوداګرو او خطیبانو ساتونکی هم ګڼل کېږي. هغه د خپلو وزر لرونګو څپلیو په مرسته د چټک حرکت وړتیا درلوده او د امواتو د نړۍ او خدا تر منځ یې په آزاد ډول حرکت کا. هېرمېز د اموتو نړۍ ته د ارواحو د لارښود یا "د روح لارښود" ونډه لوبوله – یعنې له ژوند ورسته د ارواحو لارښود و. [۱][۲][۳][۴][۵]
په نکلونو کې، هېرمېز د خدایانو د استازي او پیغام وړونکي دنده لري، او زیاتره د زیوس او مایا (د پلیاد خویندو له ډلې) زوی په توګه انګېرل کېږي. هېرمېز د "خدایي ډوکه مار" په توګه هم انګېرل کېږي، چې د نوموړي په اړه هېرمېز ته هومیریک سرود خورا مشهور معلومات وړاندې کوي.[۶][۷][۸]
د هغه په اوصافو او نښو کې هېرما (مجسمه)، چرک، کیشپ، طبراق یا کڅوړه، تالریا (وزر لرونکې څپلۍ) او د وزر لرونکې هیلمټ خولۍ یا ساده ګرده پیک لرونکې خولۍ، همدارنګه د خرما ونه، وزه، څلور عدد، څو ډوله کبان او خوشبو-دود ګډون لري. خو د هغه اصلي نښه کادسیوس (caduceus) دی چې وزر لرونکې لکڼه له دوه مارانو سره ده او د نورو خدایانو نقاشۍ دي. د هغه صفاتو پخوا د ایتروسک خدای تورمز تر اغېز لاندې راوستی چې نوم یې د یوناني "هرما" څخه اخیستل شوی و. [۹][۱۰][۱۱]
په رومي نکل پوهنه او دین کې د هېرمېز زیاتې ځانګړتیاوې د مېرکیوري (Mercury) سره تړاو لري، چې دا نوم چې د لاتیني merx څخه اخیستل شوی، چې معنی یې "سوداګرۍ" او د "سوداګر" او "سوداګرۍ" اصلاحاتو ریښه ګڼل کېږي. [۱۲][۱۳]
نوم او سرچینه
[سمول]د هېرمېز (Hermes) نوم تر ټولو پخوانی بڼه د میسینیایي یوناني hermāhās ده، چې د e-ma-a2 (e-ma-ha) په بڼه د سیلابلي خطي B په لیکدود کې لیکل کېږي. ډېری پوهان "هېرمېز" د یوناني ἕρμα (herma) څخه مشتق کوي چې د "د تیږو ټولي." په معنی ده. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
د ἕρμα ریښه پېژندنه پخپله ناڅرګنده ده، خو شاید بومي-هند-اروپایي کلمه نه وي. آر. اس پي بیکېس د herma سره تړاو ردوي او د یونان څخه مخکې ریښه وړاندیز کوي. خو ډبریزه ایتمولوژي هم د هند-اروپایي * ser- (" تړل، یوځای کول") سره تړاو لري. د پوهانو انګېرنې چې " Hermes" د یوې ډېرې ابتدايي بڼه څخه اخیستل شوی چې معنی یې "یو څلی" دی سره اختلاف لري. نورو پوهانو وړاندیز کړی چې Hermes ښایي د ویدي سراما ریښې څخه وي.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
داسې شونتیا شته چې هېرمېز له یونان څخه مخکې خدای وي، که څه هم د هغه د عبادت کره ریښه او اصلي ماهیت ناڅرګند پاتې دی. فروتینګم په دې اند و چې خدای د بین النهریني مار-خدای په توګه شتون درلود، چې نینګشزیدا ته ورته یا مشابه و. نینګشزیدا یو داسې خدای و چې د انسانانو او خدای، په ځانګړې توګه ایشتار چې په هنر کې د کادوکیوس په بڼه انځور شوی، ترمنځ د منځګړیتوب کوي. انجیلو (۱۹۹۷) په دې اند دی چې هېرمېز د تحوت اصلي الګو پر بڼه دی. تحوت ته د هېرمېز د ځانګړتیاوو جذب ("ګډون") د هومر له وخته وروسته د یونانیانو او رومیانو ترمنځ وده وکړه؛ هېرودوتس لومړی کس و چې یوناني خدای یې د مصري (هرموپولیس) سره تشخیص کړ (پلوتارک او دیودوروس هم په دې اند وو)، که څه هم افلاطون فکر کاوه چې خدایانو توپیر درلود (فرایدلنډر ۱۹۹۲). [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
د هغه دیني دود په یونان کې په لرې پرتو سیمو کې منځ ته راغلی، ښایي یې هغه په اصل کې د طبیعت، بزګرانو او شپنو اړوند خدای تصور کېږي. دا هم شونې ده چې هغه د شماني (په جادو تداوي) صفاتو په درلودلو چې د غیب ویلو، خلاصون، جادو، قربانیو او ابتدا (د دین پیل) سره تړاو لري، له پیل راهیسې یو معبود وي او د هستي د نړۍ له نورو برخو سره اړیکه لري، یعنې د لیدونکې او نه لیدونکې نړۍ ترمنځ د منځګړیتوب دنده پر مخ یوسي. د یوې تیورۍ له مخې چې د پوهانو له لوري په پراخه کچه منل شوې، هېرمېز د پان (بیابان او شپنو) خدای په بڼه رامنځ ته شوی، چې د خپلو ځانګړتیاوو پر بنسټ، د پوله ټاکونکي خدای په توګه، د بومي-هند-اروپایي پېهیوسون شپني خدای بڼه وي. وروسته، د دې لقب د اصلي نوم ځای ونیو او هېرمېز د پیغام وړونکو، مسافرینو او پولو د خدای په توګه دنده په غاړه اخستې، چې په اصل کې د پان خدای په غاړه وه، پداسې حال کې چې پان پخپله په خپل کلیوالي صف کې خپل اصلي نوم خوښاوه چې د ارکاډیا په نسبتاً جلا غرنۍ سیمه کې د بیابان خدای و. په وروستیو کیسو کې، وروسته له هغه چې د پان دیني دود بیا په اټیکا کې معرفي شو، ویل کېدل چې پان د هېرمېز زوی دی.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]
سرچينې
[سمول]- ↑ Burkert, p. 158.
- ↑ Powell, Barry B. (2015). Classical Myth (8th ed.). Boston: Pearson. pp. 177–190. ISBN 978-0-321-96704-6.
- ↑ Lay, p. 3.
- ↑ Powell, pp. 179, 295
- ↑ Burkert, pp. 157–158.
- ↑ Burkert, p. 158. Iris has a similar role as divine messenger.
- ↑ Burkert, p. 156.
- ↑ Homer, 1–512, as cited in Powell, pp. 179–189
- ↑ Austin, M. Hellenistic world from Alexander to the Roman conquest: a selection of ancient sources in translation. Cambridge University Press, 2006. p. 137.
- ↑ The Latin word Script error: The function "Lang" does not exist. is an adaptation of the Greek Script error: The function "Lang" does not exist. Script error: The function "Lang" does not exist., meaning "herald's wand (or staff)", deriving from Script error: The function "Lang" does not exist. Script error: The function "Lang" does not exist., meaning "messenger, herald, envoy". Liddell and Scott, Greek-English Lexicon; Stuart L. Tyson, "The Caduceus", The Scientific Monthly, 34.6 (1932:492–98), p. 493.
- ↑ Combet-Farnoux, Bernard (1980). "Turms étrusque et la fonction de « minister » de l'Hermès italique". Mercure romain : Le culte public de Mercure et la fonction mercantile à Rome de la République archaïque à l'époque augustéenne. École française de Rome. pp. 171–217.
- ↑ Bullfinch's Mythology (1978), Crown Publishers, p. 926.
- ↑ Powell, p. 178
- ↑ Beekes, R.S.P. (2010). Etymological Dictionary of Greek. With the assistance of Lucien van Beek. Leiden, Boston: Brill. pp. 461–2. ISBN 978-90-04-17418-4.
- ↑ Greek History and the Gods. Grand Valley State University (Michigan).
- ↑ Powell, p.177
- ↑ Joann Gulizio, Hermes and e-m-a2 (PDF), University of Texas, archived from the original (PDF) on 5 October 2013, نه اخيستل شوی 26 November 2011
- ↑ Beekes, R.S.P. (2010). Etymological Dictionary of Greek. With the assistance of Lucien van Beek. Leiden, Boston: Brill. pp. 461–2. ISBN 978-90-04-17418-4.
- ↑ Davies, Anna Morpurgo & Duhoux, Yves. Linear B: a 1984 survey. Peeters Publishers, 1985, p. 136.
- ↑ Debroy, Bibek (2008). Sarama and her Children: The Dog in the Indian Myth. Penguin Books India. p. 77. ISBN 978-0-14-306470-1.
- ↑ Larousse Encyclopedia of Mythology, ed. Félix Guirand & Robert Graves, Hamlyn, 1968, p. 123.
- ↑ Frothingham, A.L. (1916). "Babylonian Origin of Hermes the Snake-God, and of the Caduceus I". AJA 20.2, 175‐211.
- ↑ RADULOVI, IFIGENIJA; VUKADINOVI, SNEŽANA; SMIRNOVBRKI, ALEKSANDRA – Hermes the Transformer Ágora. Estudos Clássicos em debate, núm. 17, 2015, pp. 45–62 Universidade de Aveiro. Aveiro, Portugal. (PDF link)
- ↑ Petrūska Clarkson (1998). Counselling Psychology: Integrating Theory, Research, and Supervised Practice. Psychology Press. p. 24. ISBN 978-0-415-14523-7.
- ↑ Walter J. Friedlander (1992). The Golden Wand of Medicine: A History of the Caduceus Symbol in Medicine. ABC-CLIO. p. 69. ISBN 978-0-313-28023-8..
- ↑ Jacques Derrida (2004). Dissemination. A&C Black. p. 89. ISBN 978-0-8264-7696-8.
- ↑ Danubian Historical Studies, 2, Akadémiai Kiadó, 1988, p. 32.
- ↑ H. Collitz, "Wodan, Hermes und Pushan," Festskrift tillägnad Hugo Pipping pȧ Hans sextioȧrsdag den 5 November 1924 1924, pp 574–587.
- ↑ Mallory, J. P.; Adams, D.Q. (2006). The Oxford Introduction to Proto-Indo-European and the Proto-Indo-European World. Oxford, England: Oxford University Press. pp. 411 and 434. ISBN 978-0-19-929668-2.
- ↑ West, Martin Litchfield (2007). Indo-European Poetry and Myth (PDF). Oxford, England: Oxford University Press. pp. 281–283. ISBN 978-0-19-928075-9. Archived from the original (PDF) on 17 April 2018. نه اخيستل شوی 23 April 2017.