[go: up one dir, main page]
More Web Proxy on the site http://driver.im/Jump to content

جاپان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
  
جاپان
جاپان
جاپان
بیرغ
جاپان
جاپان
نښان

جاپان
جاپان

شعار
ملي ترانه:
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۳۵°شمال ۱۳۶°ختیځ / 35°شمال 136°ختيځ / 35; 136   ويکيډاټا کې (P625) ځانګړنې بدلې کړئ[۱]
پراخوالی 377972.28 کیلومتره مربع   ويکيډاټا کې (P2046) ځانګړنې بدلې کړئ
پلازمېنه توکیو
رسمي ژبې جاپاني ژبه   ويکيډاټا کې (P37) ځانګړنې بدلې کړئ
مشرتابه
حکومت ډول مشروطه پاچهي   ويکيډاټا کې (P122) ځانګړنې بدلې کړئ
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
خپلواکۍ نېټه
د عمر محدودیتونه
د واده عمر
بې کارۍ کچه 4 سلنه (۲۰۱۴)[۲]  ويکيډاټا کې (P1198) ځانګړنې بدلې کړئ
اوسط عاید
34822 امريکايي ډالر 557655 yen (۳۱ جنوري ۲۰۲۳)[۳]  ويکيډاټا کې (P3529) ځانګړنې بدلې کړئ
نور مالومات
تګلوری کيڼ [۴]  ويکيډاټا کې (P1622) ځانګړنې بدلې کړئ
هېواد کوډ JP  ويکيډاټا کې (P297) ځانګړنې بدلې کړئ
د زنګ وهنې نړیوال کوډ +81  ويکيډاټا کې (P474) ځانګړنې بدلې کړئ
Map

جاپان په ختيځه اسيا کې يو ټاپو هېواد دی چې په شمال لويديځ ارام سمندر کې پروت دی. لويديځ ته يې د جاپان سمندر، په شمال کې د اوخوټسک له سمندر نه د ختيځ چين سمندر پر لور او په سويل کې د تايوان پر لور غځېدلی دی.  د اور د کړۍ (د اورغورځوونکو سيمه) د يوې برخې په توګه، جاپان د ۶۸۵۲ ټاپوګانو مجمع الجزاير دی چې ټوله سيمه يې ۳۷۷۹۷۵ کيلو متره (۱۴۵۹۳۷ ميل مربع ده) ده، پنځه اصلي ټاپوګان يې دا دي: هوکايدو، هونشو (اصلي ځمکه)، شيکوکو، کيوشو او اکيناوا. پلازمېنه او ستر ښار يې توکيو دی. نور ستر ښارونه يې دا دي: یوکوهاما، اوساکا، ناګويا، یاپورو، فوکيوکو، کوبه او کيوټو.

د وګړو د شمېر له اړخه په نړۍ کې يوولسم هېوا د ی، ګڼ مېشته او زيات ښارونه لري. د هېواد درې په څلورمه برخه غره ييزه ده، ۱۲۵.۳۶ ميليونه وګړي يې په نريو ساحلي دښتو کې مېشت دي. جاپان په اووه څلوېښتو اداري برخو او اتو دوديزو سيمو وېشل شوی دی. د ټوکو ستره سيمه، د اووه دېرش اعشاريه څلور میلیونه نفوس په لرلو سره د نړۍ په کچه هغه سيمه ده چې زيات وګړي لري.

په جاپان کې له لوړ ډبرين پير نه انسانانو ژوند کړی دی (له زېږد مخکې ۳۰۰۰۰ )، خو د دې مجمع الجزاير په اړه لومړۍ ليکل شوې يادونه، د چين په تاريخي ليکنه (د هان کتاب) کې شوې، چې له زېږد وروسته په دويمه پېړۍ کې پای ته ورسېد. د څلورمې او نهمې پېړۍ تر منځ، د جاپان پاچهي د يوه سترواک او يو دربار تر واک لاندې متحده شوه، چې مرکز يې په «هيان کيو» کې و. د نولسمې پېړۍ په پيل سره، په دې هېواد کې سياسي واک يو لړ پوځي مطلق العنان واکمنو (شوګون) او ملوک الطوايفيو (ډايميو) په لاس کې واخيست او دا واکمنۍ د جنياليو اشرافو د يوې طبقې (سامورايي) له خوا پر مخ وړل کېده. د يوې پېړۍ اوږدې کورنۍ جګړې نه وروسته، دا هېواد د شوګان توکوګاوا تر مشرۍ لاندې بيا سره متحد شو، چا چې د ګوښه کېدو بهرنۍ تګلاره خپله کړه. په ۱۸۵۴ز کال کې، د متحده ايالاتو سمندري ځواکونو يو ټولي جاپان اړ کړ چې په لويديځ کې د سوداګرۍ لاره پرانيزي، له همدې کبله د شوګن پړاو پای ته ورسېد او په ۱۸۶۸ز کال کې يو ځل بيا سترواکي نظام رامنځ ته شو. په ميجي پير کې، د جاپان ستر واک د لويديځ په ډول اساسي قانون تصويب کړ او د صنعت او نوي کولو پروګرام یې پيل کړ. په ۱۹۳۷ز کال، جاپان پر چين بريد وکړ، په ۱۹۴۱ز کال کې، جاپان په دويمه نړيواله جګړه کې د يوه محوري ځواک په توګه داخل شو. په ۱۹۴۵ز کال کې جاپان تسليم شو او د اووه کلونو لپاره د متحدينو تر اشغال لاندې راغی، په دې موده کې، دې هېواد نوی اساسي قانون تصويب کړ. د ۱۹۴۷ز کال د اساسي قانون له مخې، په جاپان کې د قانون اساسي سلطنتي پارلماني متحده حکومت و، چې د ملي حکومت په نوم د دوه مجلسونو مقننه قوه يې درلوده.

جاپان يو پياوړی ځواک او د ګڼو نړيوالو سازمانونو غړی دی، ملګري ملتونه (له ۱۹۵۶ ز راهيسې)، OECD او د اووه ډله په کې شامل دي. که څه هم دې هېواد له هر ډول جګړې نه خپل حق بهراعلان کړی، بيا هم د خپل ځان د دفاع لپاره ځواک لري چې د نړۍ له پياوړو پوځونو نه شمېرل کېږي. له دويمې نړيوالې جګړې وروسته، جاپان د يوې معجزې په ډول په اقتصاد کې بې ساری پرمختګ وکړ او په ۱۹۹۰ز کال کې د نړۍ دويم ستر اقتصاد شو. په ۲۰۲۱ز کال کې، د کورني ناخاص اسمي اقتصاد له اړخه د نړۍ درېيم ستر هېواد او د PPP له پلوه د نړۍ څلورم ستر اقتصاد لري. جاپان د بشري ودې د اندازې (شاخص) له اړخه «تر ټولو لوړه» درجه کې دی، که څه هم نفوس يې مخ په کمېدو دی، بيا هم د دې هېواد وګړي د ژوند لپاره تر ټولو لوړه هيله مندي لري. جاپان چې د موټرو او برېښنايي توکو د صنعت په برخه کې د نړۍ مخکښ دی، د ساينس او ټيکنالوژۍ په برخه کې د جاپان ونډه خورا لوړه او مهمه ده. د جاپان کلتور په ټوله نړۍ کې مشهور دی، د دې هېواد د هنر، پخلي، موسيقۍ او عام کلتور چې په هغې کې طنز، انيميشن (ژوندي توکي) او ويډيويي لوبې صنعتونه شامل دي.

رېښه

جاپان د جاپاني ژبې نوم دی، په ليکلو کې يې کينجي ژبه کارول کېږي او تلفظ يې نيپون يا نيهون کېږي. مخکې تر دې چې په اتمه پېړۍ کې په کينجي ژبه دا نوم تصويب شي، په چينايي ژبه کې دې هېواد ته د (وا) او په جاپاني کې ورته د (Yamato) نوم اخستل کېده. نيپون چې د اصلي چينايي-جاپاني ټکو تلفظ دی، د رسمي کارولو لپاره غوره شوی دی، په دودپيسه او د پوسته خانې په ټاپو همدا نوم کارول کېږي. نيهون په ورځنيو خبرو کې کارول کېږي چې د ايډو د پير په اوږدو کې د جاپاني لغت پېژندنې په برخه کې د بدلونونو ښودنه کوي. په جاپاني ژبه کې د (日本) معنا ده، «د لمر منشأ»، کوم چې د لويديځ ستاينې « د لمرخاته سيمه» مشهوره سرچينه ده.[۵][۶][۷]

جاپان په اصل کې د چينايي ژبې پر تلفظ ولاړ نوم دی او د لومړيو سوداګريو له لارې اروپايي ژبو ته ننوتی دی. په ديارلسمه پېړۍ کې مارکوپولو د (日本國) ټکو لومړي مندرين يا چينايي «وو» تلفظ په «Cipangu» ډول تلفظ ثبت کړی دی. د جاپان لرغونی مالايي نوم، جپنګ يا جاپيون له سويلي ساحلي چينايي لهجې نه اخستل شوی، وروسته دا نوم په سويل ختيځه اسيا کې د پرتګالي سوداګرو له خوا چې د شپاړسمې پېړۍ په لومړيو کې يې دا نوم اروپا ته ورساوه، پور شوی دی. په انګليسي ژبه کې د دې نوم لومړۍ بڼه په یوه کتاب کې چې په ۱۵۷۷ز کال کې خپور شوی، لیدل شوې ده. په دې کتاب کې د ۱۵۶۵ز کال د يو پرتګالي ليک په ژباړه کې د دې سيمې نوم د (Giapan) په بڼه ليکل شوی دی.[۸][۹][۱۰][۱۱]

تاريخچه

له تاريخ نه مخکې پير نه تر کلاسيک تاریخ پورې

له زېږده ۳۰۰۰۰ کاله مخکې، شا اوخوا د ډبرين پير کلتور د جاپان د ټاپوګانو لومړۍ اهستوګنه پېژندل شوې. له زېږد مخکې نږدې ۱۴۵۰۰ راهيسې،(د جومون پير پيل) نيمه هستوګن د ښکاريانو د راټولېدو کلتور په منځني ډبرين او نوي ډبرین عصر کې رامنځ ته شوی دی، په غارونو کې هستوګنه او لومړۍ کروندګري د دې پير ځانګړتياوې دي. خاورين لوښي، د هغه مهال د تر ټولو لرغونې کولالۍ بېلګې دي. له زېږد مخکې له نږدې ۱۰۰۰ نه راپدېخوا، له کيوشو نه يايويي خلکو دې مجمع الحزاير ته ننوتل پيل کړل او له جومونو سره خلط شول؛ د يايويي پړاو د لمدو ورېځو د کرلو، د کولالۍ نوي ډول، له چين او کوريا نه د فلزاتو د راايستلو علم په ګډون، د ځينې کارونو تر سره کول معرفي کړل. د روايتونو پر بنسټ، جيمو (د اماتراسو لمسي) سترواک، له زېږد مخکې په ۶۶۰ کال کې د جاپان په مرکز کې پاچهي جوړه کړه او د سترواکۍ يوه پر له پسې ليکه يې پيل کړه. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

په ليکلي تاریخ کې جاپان په لومړي ځل، د هان په چينايي کتاب کې راڅرګند شوی، کوم چې له زېږد مخکې په ۱۱۱ کې بشپړ شوی و. جاپان ته بودايي دين په ۵۵۲ کې د باکجه (کوريايي پاچايي) له خوا معرفي شو، خو د جاپاني بودايي دين پراختيا تر ډېره بريده د چين تر اغېز لاندې وه. که څه هم په لومړي سر کې يې مخالفت وشو، د شهزاده شوتوکو په څېر شخصيتونو په ګډون واکمنې طبقې بودايي دين ته وده ورکړه، د اشوکا د پير (۵۹۲-۷۱۰ ز) د پيل راهيسې، دا دين په پراخه توګه منل شوی دی. [۲۰][۲۱]

په ۶۹۵ز کال کې د تايکا سمونونو د جاپان ټوله ځمکه ملي کړه، تر څو د کروندګرو تر منځ په مساوي ډول ووېشل شي او د کورنيو د ثبتولو د يو ه دفتر امر يې ورکړ چې د مالياتو د نوي نظام لپاره بنسټ وګرځي. د ۶۷۲ز کال د جين شين جګړه، چې د شهزاده «اوما» او د هغه د وراره شاهزاده «اوتومو» تر منځ يوه خونړۍ جګړه وه، د لا زياتو بنسټيزو اداري اصلاحاتو ستر لامر وګرځېد. دا سمونونه د «تاهيو» قانون په خپرېدو سره خپل اوج ته ورسېدل، دې قانون شته قوانين سره يو ځای کړل او د مرکزي او تابعو سيمه یيزو حکومتونو يو جوړښت يې رامنځ ته کړ. د دې حقوقي سمونونو په پايله کې، د « ritsuryō» دولت رامنځ ته شو، دا د چينايي بڼې مرکزي حکومتي نظام و، کوم چې د نيمې زريزې لپاره پاتې شو.[۲۲][۲۳]

جغرافیه

اقتصاد

کلتور

سرچینې

  1.   ويکيډاټا کې (P402) ځانګړنې بدلې کړئ {{cite web}}: Empty citation (help)
  2. http://data.worldbank.org/indicator/SL.UEM.TOTL.ZS
  3. https://www.stat.go.jp/english/data/kakei/156.html
  4. http://www.2pass.co.uk/japan.htm
  5. Carr, Michael (March 1992). "Wa Wa Lexicography". International Journal of Lexicography. 5 (1): 1–31. doi:10.1093/ijl/5.1.1 – via Oxford Academic.
  6. Piggott, Joan R. (1997). [[[:کينډۍ:Google books]] The Emergence of Japanese Kingship]. Stanford University Press. pp. 143–144. ISBN 978-0-8047-2832-4. {{cite book}}: Check |url= value (help)
  7. Schreiber, Mark (November 26, 2019). "You say 'Nihon,' I say 'Nippon,' or let's call the whole thing 'Japan'?". The Japan Times.
  8. Hoffman, Michael (July 27, 2008). "Cipangu's landlocked isles". The Japan Times. خوندي شوی له the original on August 25, 2018.
  9. Lach, Donald (2010). Asia in the Making of Europe. Vol. I. University of Chicago Press. p. 157.
  10. Mancall, Peter C. (2006). "Of the Ilande of Giapan, 1565". Travel Narratives from the Age of Discovery: an anthology. Oxford University Press. pp. 156–157.
  11. Batchelor, Robert K. (2014). [[[:کينډۍ:Google books]] London: The Selden Map and the Making of a Global City, 1549–1689]. University of Chicago Press. pp. 76, 79. ISBN 978-0-226-08079-6. {{cite book}}: Check |url= value (help)
  12. Ono, Akira; Sato, Hiroyuki; Tsutsumi, Takashi; Kudo, Yuichiro (2002). "Radiocarbon Dates and Archaeology of the Late Pleistocene in the Japanese Islands". Radiocarbon. 44 (2): 477–494. doi:10.1017/S0033822200031854.
  13. Habu, Junko (2004). Ancient Jomon of Japan. Cambridge University Press. p. 43. ISBN 978-0-521-77670-7.
  14. "Jōmon Culture (ca. 10,500–ca. 300 B.C.)". Metropolitan Museum of Art. بياځلي په August 28, 2020.
  15. Oh, ChungHae Amana (2011). Cosmogonical Worldview of Jomon Pottery. Sankeisha. p. 37. ISBN 978-4-88361-924-5.
  16. "Road of rice plant". National Science Museum of Japan. خوندي شوی له the original on April 30, 2011. بياځلي په January 15, 2011.
  17. "Kofun Period (ca. 300–710)". Metropolitan Museum of Art. بياځلي په August 28, 2020.
  18. "Yayoi Culture (ca. 300 B.C.–300 A.D.)". Metropolitan Museum of Art. بياځلي په August 28, 2020.
  19. Hendry, Joy (2012). Understanding Japanese Society. Routledge. p. 9. ISBN 978-1-136-27918-8.
  20. Brown, Delmer M.; Hall, John Whitney; Jansen, Marius B.; Shively, Donald H.; Twitchett, Denis (1988). The Cambridge History of Japan. Vol. 1. Cambridge University Press. pp. 140–149, 275. ISBN 978-0-521-22352-2.
  21. Beasley, William Gerald (1999). [[[:کينډۍ:Google books]] The Japanese Experience: A Short History of Japan]. University of California Press. p. 42. ISBN 978-0-520-22560-2. {{cite book}}: Check |url= value (help)
  22. Sansom, George (1961). [[[:کينډۍ:Google books]] A History of Japan: 1334–1615]. Stanford University Press. pp. 57, 68. ISBN 978-0-8047-0525-7. {{cite book}}: Check |url= value (help)
  23. Totman, Conrad (2002). [[[:کينډۍ:Google books]] A History of Japan]. Blackwell. pp. 107–108. ISBN 978-1-4051-2359-4. {{cite book}}: Check |url= value (help)